وروسته له هغې چې د ننګرهار په ولایت کې د دښمن مهم اهداف او نظامي مرکزونه د اسلامي امارت تر بریدونو لاندی ونیول شول او درانه تلفات ئې تر شا پریښودل، د همدې ورځې په ماسختن مهال شاوخوا ۹ بجو د کابل سرینا هوټل هم د استشهادیانو تر تندریزو بریدونو لاندې راغې، د دین، خاوری او ولس سوداګرانو چې په یاد هوټل کې ئې د خپلو خارجې بادارانو سره يوځای د نوي کال د راتګ په مناسبت په خوشحالیو، کبابونو او شرابونو بوخت وو، په داسې حال کې د استشهادي مجاهدینو تر برید لاندې راغلل چې دوی فکر کاوه د هیواد تر ټولو مصؤن ځای کې قرار لري.
د ننګرهار او کابل بریدونه چې په خورا پرمختللي تاکتیک ترسره شول، بې له شکه د الله ج نصرت، د مظلومو شهیدانو د وینو او قربانیو اثر، د کونډو، یتیمانو او اسیرانو د زګیرویو یوه چپه وه چې دښمن ئې پسې واخیست، د کابل بریدونه چې لا تر دمه ئې د دقیقو تلفاتو وروستي ارقام ندي رارسیدلي خو د برید له ماهیت او موقعیت نه داسې څرګندیږي چې بهرني او داخلي دښمنانو به درانه تلفات ګاللي وي، هو دا د دې ملت د رښیینو بچیانو د سپېڅلي جهاد برکت دې چې نن ورځ د دین او خاوری دښمنان د ګران هیواد په هیڅ یوه ځای کې ځانونه د مجاهدینو له بریدونو نشي ژغورلې، د دښمن درواغجنې رسنۍ چې تل ئې په دا ډول بریدونو کې د ملکي خلکو د مرګ ژوبلی درواغجن او بې اساسه راپورونه ورکړي دي اوس نو دغه بریدونو ته هک حیران پاتې دي چې څه ډول وکړای شي خپل تلفات پټ او افغان ولس ته په سترګو کې خاوری واچوي!!
که د شیطان پیروان هر څومره د حق پر وړاندې تدبیرونه جوړ کړي خو دا معلومه خبره ده چې تدبیرد تقدیر پر وړاندې بې وسه او ناچله دی،ځکه که چیري په ټیکنالوژۍ او پرمختللو وسایلو د حق مقابله کيدای شوه نو اوس به د صلیبي یرغلګرو او د دوی په ملاتړ رامنځ ته شوې ګوډاګۍ ادارې د طالبانو پر وړاندې غوڅ بری ترلاسه کړی ؤ، مګر داسې نده د حق لښکر کله هم د دنیاوالو د تدبیرونو او فریبونو تر اثر لاندې ندی راغلی، نه ئې د سر او مال قربانیو حوصلی کمزوري کړي دي، اوس به ټولو نړیوالو ته جوته شي چې طالبان په ایماني وسله سمبال پیاوړی ځواک دی په دې معنی چې د الله ج له نصرت او مجاهد ولس له بې ساري همکاریو نه برخمن دي.
په داسې حال کې چې د ننګرهار بریدونه د سهار په وخت ۵ نیمې بجې او د کابل بریدونه بیا د ماسختن پر وخت په شاوخوا نهه بجوترسره شول لومړی خو دا خبره ترې جوتیږي چې په یادو وختونو کې په مربوطه امنیتي ساحو کې هیڅ عام وګړی شتون نلري او بیا دې بریدونو د دښمن دا ادعا چې په اصطلاح د ټول ټاکنو لپاره ئې کلک امنیتي تدابیر نیولي دي، ننګولی او د امنیتي تدبیرونو درواغجن دعویدار او د ګوډاګۍ اداری د کورنیو چارو وزیر عمر داودزی اوس چاته د خپلې ادعا دفاع نشي کولای.
داسې ښکاري چې روان کال به د بهرنیو یرغلګرو او کورنیو ایمان پلورونکو لپاره ترټولو مرګونې کال وي،حال دا چې په ژمي کې هم د اسلامي امارت د مجاهدینو بریدونه ښه په شور او زور سره روان وو، د صلیبي یرغلګرو په چوپړ بوختې رسنۍ به نور ونشي کړای چې عام ولس ته په سترګو کې خاوری واچوي او د غازي اباد د برید په څير هر برید په بهرنیو استخباراتي کړیو پوری وتړی.
که بیا هم د کابل ګوډاګۍ اداره او پلورل شوې رسنۍ یې د جلال اباد او کابل بریدونه په بهرنیانو ور وتپي نو ټولو ته به جوته شي چې د کابل اداره سره د دې چې د ۴۹ کفري دولتونو سیاسي او نظامي ملاتړ ورسره دی، څومره کمزوری او بې وسه ده چې د مجاهدینو هر برید په بهرنیو استخباراتو پوری تړي نو بیا د دې حکومتدارۍ څه معنی؟!
په پای کې به دومره ووایم چې الله ج دی زموږ د استشهادیانو قربانۍ په خپل دربار کې قبولي کړي، او متعال رب دی د دې معصومو شهیدانو د پاکو وینو په برکت په ټوله نړۍ کې د کفارو لښکرې د یوې شرموونکي ماتې سره مخ کړي.
افغانستان